ګانشا په ګردیز کې | |
---|---|
د شخص مالومات | |
عملي ژوند | |
سمول ![]() |
د ګردیز ګانشا د هندو خدای، ګانشا هغه مجمسه ده چې په افغانستان کې کابل ته نږدې په ګردیز کې کشف شوې ده. دغه اثر د «هندي-افغان د مکتب د نمونه اي محصول په توګه» ګڼل کېږي. [۱]
ډي. سي. سرکر د همدې مجسمې قدامت شپږمې تر اومې میلادې پېړۍ پورې بولي. په دقیقه توګه او د ډبرلیک پېژندنې له مخې، هغه ډبرلیکونه چې د همدې مجسمې په اړه لیکل شوي دي، د همدې مجمسې قدامت تر اومې پېړۍ پورې رسوي. ځینې لیکوالان دغه مجسمه د کوشان او ګبتا د هنرونو تر منځ په پنځمې یا د څلورمې میلادي پېړۍ پای ته منسوبوي. د ګانشا مجسمه چې د ګردیز ښار په زړه کې کشف شوې ده، نن ورځ د اومې او اتمې میلادي پېړۍ د ترک شاهانو دورې ته اړوند ګڼل کېږي او د هندو شاهي دورې (له نهمې تر لسمې پېړۍ پورې) چې یې کوم وړاندیز شوی، اړوند نه ګڼل کېږي. د همدې نېټې ټاکنه په اصل کې د کاري سبک د تحلیلونو له مخې شوی او د ګانشا دغه مجسمه د مجسمې جوړولو او د کار د ډول له مخې د فندقستان د بودايي خانقا له کارونو سره ډېر زیات ورته والی لري چې قدامت یې هم همدې دورې ته ور ګرځي. [۱][۲]
د ګانشا مجسمه د سوریا له مشهور براهمي (ایزد) مجسمې سره د کالیو او بوټانو له اړخه ورته ده او هم مهاله ګڼل کېږي. د سوریا مجسمه چې د کابل په خیرخانه کې موندل شوې ده د ترک شاهي دورې اومې تر اتمې میلادي پېړۍ ته اړوند ګڼل کېږي. د ودايي دین (براهمنیسم) په ظاهره توګه د ترک شاهانو د حاکمیت په مهال خپل اوج ته رسیدلی و، کوم چې دا خلک د بودايي دین پیروان وو، چې زیات شمېر هنري کارونه هم د هغوی دورې ته چې اومه او اتمه میلادي پېړۍ وه، نسبت ورکول کېږي. [۳][۴]
وروسته له هغه چې په ګردیز کې د ګانشا مجسمه کشف شوه، نو د کابل ښار د سینما پامیر څنګ ته د پیر راتان نات په نوم د هندوانو معبد ته ولېږل شوه.[۵]
دغه ډبر لیک د مجسمې په پښه کې حکاکي شوې وه. دغه ډبرلیک د سیداماتریکا په ژبه چې د براهمي ژبې یوه برخه ده، لیکل شوې. [۶][۷][۸]
دغه لویه او ښایسته ماها وینایاکا د مشهور پاچا ساهي یا سري خینګالا له خوا، کوم چې په اتم کال (د هغه د پاچاهي) کې پاراما-بهاتراکا-ماهاراجادهیراجا او ماها-جیستا-ماسا، سوکلا-پاکسا، ترایوداسي، ویساکا ناکاترا و سمها لانګا وه، وقف کړه. — – د ګانشا د مجمسې ډبرلیک.
د همدې خینګلا هویت معلوم نه دی. یو له همدې مشهورو خینګلاوو څخه د الخون له سلسلې څخه ده او یوه هغه سیکه چې د هغه د واکمنۍ په مهال ضرب شوې ده هغه د «خینګلا د دیوه شاهي» (( («خدای-پاچا خینګیلا») نښه لري، خو هغه ډېرې لرې دورې یعنې پېنځمې میلادي پېړۍ ته نسبت ورکول کېږي. خینګلا نارندرادیتیا هم له ورته قومیت څخه ده خو د دې خینګلا قدامت اومې میلادې پېړۍ ته رسیږي. [۹]
د اماري احتمال په پام کې نیولو سره، که چېرته د ګانشا قدامت د اتمې پېړۍ نیمايي ونیسو، په ډبرلیک کې درج شوی سري ساهي خیمګاله به په زیات احتمال سره د کابل له ترک شاهي حاکم سره چې په عربي سرچینو کې ترې د خنخیل یا خنجیل نوم اخیستل شوی ورته کس دی، هغه کس چې د یعقوبي روایت له مخې په ۷۷۵ تر ۷۷۸ کې المهدي ته تسلیم شو. له همدې کبله، خنخیل چې په عربي سرچینو کې یې یادوونه شوې، ښايي له ترک-شاهي بو فوزان (勃匐準) سره چې په چینايي سرچینو کې یې یادوونه شوې ده هغه کس وي او په چینايي سرچینو کې راغلي دي چې هغه د فرومو کسارو زوی و او په دقیقه توګه په ۷۴۵ ز کال کې د پاچايي پر تخت کېناست.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
{{cite journal}}
: Cite journal requires |journal=
(help)