یرغلیز تقلید

یرغلیز تقلید یا برید کوونکی تقلید (په انګلیسي: Aggressive mimicry) یو ډول تقلید دی چې ښکار کوونکي، طفیلي یا پرازیټوایډونه (په تکاملي ایکولوجي کې، پرازیټوایډ یو ډول ارګانیزم یا ژوی دی چې د خپل کوربه یا مېزبان سره نږدې یا د کوربه په بدن کې، د کوربه په مصرف ژوند کوي، چې په پایله کې د کوربه د مرګ سبب کېږي.) د یو بې خطره موډل په کارولو سره، په خپلو منځو کې سره ورته سېګنالونه شریکوي، ترڅو په سمه توګه د دوی د ښکار یا کوربه (host) په واسطه و نه پېژندل شي. ژوپوهانو (زولوجیسټانو) په کراتو نوموړې ستراتېژي له لېوه د مېږې په پوښاک کې (د بڼې بدلولو له لاري د ژویو ترمنځ د ښکار یو کړنلارې) سره پرتله کړې ده. په خپله پراخه معنا کې، یرغلیز تقلید د استثمار یا ناوړه ګټه اخیستنې په بېلابېلو ډولونو مشتمل دی لکه، کله چې یو رڼی (یو ډول ګل دی) په جنسي توګه تیارې ښځینه حشرې په تقلید کولو سره له یوه نارینه حشره ګټه اخلي (کاذبه جوړه کېدنه په انګلیسي: pseudocopulation وګورئ)، خو دلته موږ یرغلیز تقلید یوازې د استثمار هغو بڼو ته محدودوو چې د خوړو له لارې ترسره کېږي. د یرغلیز تقلید یوه بله مترادفه اصطلاح پیکهامي تقلید (د جورج او الیزابیت پیکهام د کار سره په تړاو یې خپل دغه نوم اخیستی دی) ده خو لږ کارول کېږي. د بېلګې په توګه، د استرالیا لرغونو اوسېدونکو به د ښکار په وخت کې کانګرو ته ورته پوښاک اغوست او د دوی تقلید به یې کاوه او همدارنګه یو کب نیونکی (د تار او چنګک په واسطه) انسان یرغلیز تقلید کوونکي نه ګڼل کېږي، سره له دې چې بې له شکه خپلې ظاهري بڼي ته بدلون هم ورکوي. مالیکولي تقلید کوونکي په جلا توګه مطالعه کېږي، چې په خپل منځ کې سره ځینې مشابهتونه لري؛ د بېلګې په توګه یو ویروس ښایي د خپل کوربه د ځینو ځانګړتیاوو تقلید وکړي، ترڅو د هغه حجراتو ته ځان ورسوي.   [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

یرغلیز تقلید په اصولو کې د دفاعي تقلید سره مخالف دی، په یاد تقلید کې تقلید کوونکی عموماً له مضر ګڼل کېدلو څخه ګټه اخلي. یاد تقلید کوونکی ښایي د خپل ښکار یا د ځینو نورو ارګانېزمونو چې ښکار ته ګټور وي یا لږ تر لږه زیانمن نه وي، بڼه خپله کړي. موډل یعنې هغه ارګانیزم چې "تقلید یې کېږي" ښایي جسامت یې کم یا زیات شي یا ښایي له اړیکې هیڅ اغېزمن نه شي. له بله پلوه، د سېګنالونو ترلاسه کوونکی په ناچاره توګه له غولېدلو یا فریب خوړلو ځورېږي او د تقلید زیاتره کامپلکسونه په همدې ډول صورت نیسي.        

یرغلیز تقلید اکثره د ښکاري له خوا په هغو کارول شوو سېګنالونو مشتمل وي چې بالقوه ښکار یې په واسطه د ځان په لور را کاږي، دا یوه داسې ستراتیژي ده چې، په کارولو یې ښکار په ساده توګه په خپله د ښکاري خوا ته راځي. جنسي او غذایي تمې عموماً د غولولو په پار کارول کېږي. سربېره پر دې، تر څو پورې چې د ښکاري حقیقي هویت پټ وي، له دې کړنلارې ګټه نه اخلي، ښکاري ښایي د دې کړنلارې له کارونې پرته په اسانۍ سره ځان تر ښکار پورې ورسوي. نظر ښکېلو نوعو ته، سیستمونه ښایي له دوه یا درې نوعو جوړ وي؛ د نوعو په دوه-نوعي سیستم کې د سېګنال ترلاسه کوونکی یا "غولول شوی"، موډل بلل کېږي.

بصري ابعادو ته په کتو سره، د یرغلیز تقلید او بڼې بدلولو (camouflage) تر منځ پوله هرکله روښانه نه وي. د ویکلر په څېر لیکوالانو د سېګنالونو ترلاسه کوونکو ته، د تقلید او بڼي بدلولو ترمنځ د توپير په توګه، د سېګنالونو په اهمیت ټینګار کړی دی. سربېره پر دې، د دې تشخیصول چې د غولېدونکي لپاره به یو سېګنال څومره مهم وي، آسانه نه دي او په دې بنسټ د دوی ترمنځ توپیر ښایي نسبتاً تت وي. په ځینو حالاتو کې ښایي ترکیبي سېګنالونه وکارول شي: یرغلیز تقلید زیاتره وخت د بدن یو ځانګړی غړی د سېګنال لیږدونې لپاره کاروي په داسې حال کې چې د بدن نور غړي یې پټ وي یا یې خپلې بڼې ته بدلون ورکړی وي.    [۸]

له دفاعي تقلید سره پرتله

[سمول]

یرغلیز تقلید د دفاعي تقلید سره په معنا کې توپیر لري، په کوم کې چې ښکار د تقلید کوونکي په توګه عمل کوي او ښکاري غولول کېږي. دفاعي تقلید بېټسیان او مولریان مشهور تقلیدونه شاملوي، په یادو تقلیدونو کې تقلید کوونکی له ځان څخه چاپېریال ته د آپوزماتیک یا مضر موډل ځانګړتیاوې ښکاره کوي. په بېټسیان تقلید کې تقلید کوونکی د یوې خطرناکې (زیاتره وخت د مضرې) نوعې بڼه غوره کوي، په داسې حال کې چې په مولریان تقلید کې، دواړه نوعې مضرې وي او د یو بل د پېښو کوونکو په توګه عمل کوي، د سېګنالونو د یوې ګډې مجموعې له مخې یو-بل ته ورته بڼه خپلوي او د خپلو ښکاریانو د "پوهولو" بار سره شریکوي. په دفاعي تقلید کې ترټولو لږ پېژندل شوي هغه د میرټیسیان تقلید چې، په نوموړي تقلید کې تقلید کوونکی د موډل څخه زیات مضر وي او وېویلیون تقلید چې په دې تقلید کې هرزه بوټي د غیر عمدي مصنوعي انتخاب په واسطه د زراعتي بوټو تقلید کوي، دي. په دفاعي تقلید کې، تقلید کوونکې د نورو ارګانېزمونو سره د مضر تعامل له مخنیوي څخه ګټه اخلي، چې تر ډېره د غولوونکو سېګنالونو کارونې ته په کې اړتیا نه پېښېږي. مضر انفعال ښایي خوړل کېدل یا د هرزه بوټو په توګه له ځمکې ویستل شامل کړي. د دې بالعکس، یرغلیز تقلید له داسې تعامل څخه ګټه اخلي چې د هدف یا موډل د ځان په قېمت تمامېږي او له غولونې پرته یې امکان بېخي لږ وي.     [۹]

طبقه بندي

[سمول]

غولوونکی ښکار

[سمول]

په ځینو مواردو کې د سېګنالونو ترلاسه کوونکی د تقلید کوونکي په واسطه غولول کېږي. دغه موارد د هغې سرچینې تقلید شاملوي چې، زیاتره وخت د ښکار د بقا لپاره (یا په دقیقه توګه، د ښکار د ژن د بقا لپاره) حیاتي وي، لکه خواړه او جوړه کېدنه (د نرینه او ښځینه جنسي عمل). که چېرې وړاندیز شوې مړۍ (طعمه) د ښکار لپاره لږ ارزښت ولري، له ښکار څخه د خطر منلو تمه نه کېږي. د بېلګې په توګه، د جنسي سېګنال تقلید په ټولو مشهورو مواردو کې، هر کله نرینه جنسیت لرونکی غولول کېږي (په حقیقت کې، داسې انګېرل کېږي چې، ګواکې د ځینو نوعو ښځینه جنسیت لرونکي به د نا-غوښتې بارګېرۍ څخه د مخنیوي په پار تقلید د یوې ستراتېژۍ یا کړنلارې په توګه ایجاد کړی وي.). په یادو مواردو کې ښکاري د ښکار په پار هڅې کولو ته اړتیا نه لري، بلکې ښایي په ساده ګۍ سره ساکن پاتې شي او ښکار ته اجازه ورکړي ترڅو په خپله ورته راشي. ځینې مطالعات ښیي چې شمالي شرایک (یو ډول الوتونکی دی چې مرغۍ خوري. علمی نوم یې: Lanius excubitor دی.) په ژمي کې د وړو مرغیو د اواز تقلید کوي چې، ښایي د غولېدلو په حالت کې یې ښکار کړي. همدارنګه د غولولو یوه بله قضیه چې، پړانګ (margay) د یوه ماشوم شادي (infant pied tamarin) د ژړا د اواز تقلید کوي تر څو ستر شادي (tamarin) په نږدې ساحه کې ښکار کړي، راپور شوې ده.   [۱۰][۱۱][۱۲]

د خوړو بڼه خپلول

[سمول]

په ډېرو یرغلیزو تقلیدونو کې د خوړو هیله د ښکار د جذب کولو د لارې په توګه کارول کېږي. په تمساح نښلېدونکی کیشپ (Macrochelys temminckii) یو سمندري ښکار کوونکی ژوی دی، چې په ډېره ښه توګه خپلې بڼې ته بدلون ورکولای شي. یاد ژوی سور رنګه چینجی ته ورته اوږده ژبه لري چې په آسانۍ سره یې تاوولای شي؛ هغه ماهیان چې غواړي چینجی وخوړي په خپله د کیشپ خوراک کېږي. په ورته توګه، ځینې ماران د ښکار لپاره له لکۍ غولونې (د لکۍ په واسطه) یا ژبې غولونې (د ژبې په واسطه) څخه کار اخلي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

یرغلیز تقلید د غڼو(تارکښو) تر منځ، هم د ښکار د غولونې او هم ښکاري ته د ځان نږدې کولو په پار عام دی. د غڼو د تقلید یوه بڼه د طلایي جال اوبدونکی (Nephila clavipes) هغه ده، چې په کې غڼه په کافی اندازه رڼا لرونکو سیمو کې یو طلایي رنګه جال اوبي. تجربې ښیي، مچۍ د دې وړتیا لري چې هغو جالونو ته چې ژیړ رنګ و نه لري، د خطر سره تړاو ورکړي، لکه څرنګه چې په لږ رڼا لرونکو سیمو کې چې تار په کې په اسانۍ نه لیدل کېږي، پېښېږي. مچۍ نور رنګونه هم پېژندلی شي او ځان ترې ساتي خو داسې ښکاري چې مچۍ ژیړ رنګه جالونو ته د خطر سره د تړاو ورکولو لږ وړتیا لري. د ډیرو شیره لرونکو ګلانو رنګ ژیړ وي او ښایي په دې بنسټ له ژیړ رنګ څخه ځان ژغورل ورته ارزښت و نه لري. د جال اوبدنې د تقلید یوه بله بڼه د رنګ نه بلکې د جال د شکل پر بنسټ ده. د ارجیوپ ارجینټاټا (Argiope argentata) په څېر نوعې په اوبدونکو جالونو کې د زیګزاګ غوندې له مشهور شکل لرونکي جال څخه کار اخلي. یاد اوبدل شوي جالونه ښایي د ماورابنفش رڼا منعکسه کړي او د هغو شکلونو تقلید وکړي چې په زیاترو ګلانو کې (مچیو ته) د شیرې د لارښود (nectar guides) په توګه پېژندل کېږي. غڼې هره ورځ په بېلابېلو بڼو جالونه اوبي، چې د مچیو په واسطه د جالونو د بڼو حافظې ته سپارلو د وړتیا ښکارندویي کوي. مچۍ د دې وړتیا لري چې یوه ځانګړي شکل لرونکي جال ته د یو فضایي موقعیت سره تړاو ورکړي، په دې معنا چې، د مچیو د ښکار کولو په پار باید غڼې په منظمه توګه نوي بڼه لرونکي جالونه جوړ کړي په بل صورت کې به یې د ښکار نه محرومې شي.      [۱۸][۱۹]

سرچينې

[سمول]
  1. Nelson, X. J.; Jackson, R. R. (2009). "Aggressive use of Batesian mimicry by an ant-like jumping spider". Biology Letters. 5 (6): 755–757. doi:10.1098/rsbl.2009.0355. PMC 2827978. PMID 19570776. Cosmophasis bitaeniata, like comparable examples from insects (Eisner et al. 1978; Lucas & Brodeur 2001), can be likened to a wolf in sheep's clothing (e.g. Eisner et al. 1978). These predators practise aggressive mimicry by making it easy for prey to misidentify the predator as just another member of a prey group, as though lulling the prey into a false sense of security.
  2. Heneberg, Petr; Perger, Robert; Rubio, Gonzalo D. (2018). "A wolf in sheep's clothing: The description of a fly resembling jumping spider of the genus Scoturius Simon, 1901 (Araneae: Salticidae: Huriini)". PLOS ONE. 13 (1): e0190582. Bibcode:2018PLoSO..1390582P. doi:10.1371/journal.pone.0190582. PMC 5783343. PMID 29364905.
  3. Levine, Timothy R. (2014). Encyclopedia of Deception. SAGE Publications. p. 675. ISBN 978-1-4833-8898-4. In aggressive mimicry, the predator is 'a wolf in sheep's clothing'. Mimicry is used to appear harmless or even attractive to lure its prey.
  4. Wickler, Wolfgang (1965). "Mimicry and the evolution of animal communication". Nature. 208 (5010): 519–21. Bibcode:1965Natur.208..519W. doi:10.1038/208519a0. S2CID 37649827.
  5. Peckham, Elizabeth G. (1889). "Protective resemblances of spiders". Occasional Papers of Natural History Society of Wisconsin. 1: 61–113.
  6. Peckham, Elizabeth G.; Peckham, George W. (1892). "Ant-like spiders of the family Attidae". Occasional Papers of Natural History Society of Wisconsin. 2: 1–84.
  7. Wickler, Wolfgang (1968). Mimicry in plants and animals. McGraw-Hill.
  8. Wickler, Wolfgang (1968). Mimicry in plants and animals. McGraw-Hill.
  9. Pasteur, Georges (1982). "A classificatory review of mimicry systems". Annual Review of Ecology and Systematics. 13: 169–199. doi:10.1146/annurev.es.13.110182.001125.
  10. Fincke, O. M. (2004). "Polymorphic signals of harassed female odonates and the males that learn them support a novel frequency-dependent model". Animal Behaviour. 67 (5): 833–845. doi:10.1016/j.anbehav.2003.04.017. S2CID 15705194.
  11. Atkinson, Eric C. (1997). "Singing for your supper: acoustical luring of avian prey by Northern Shrikes" (PDF). The Condor. 99 (1): 203–206. doi:10.2307/1370239. JSTOR 1370239. Archived from the original (PDF) on 2010-10-08. نه اخيستل شوی 2022-08-15. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)
  12. Calleia, F. O.; Rohe, F.; Gordo, M. (June 2009). "Hunting Strategy of the Margay (Leopardus wiedii) to Attract the Wild Pied Tamarin (Saguinus bicolor)". Neotropical Primates. Conservation International. 16 (1): 32–34. doi:10.1896/044.016.0107.
  13. Spindel, E. L.; Dobie, J. L.; Buxton, D. F. (2005). "Functional mechanisms and histologic composition of the lingual appendage in the alligator snapping turtle, Macroclemys temmincki (Troost) (Testudines: Chelydridae)". Journal of Morphology. 194 (3): 287–301. doi:10.1002/jmor.1051940308. PMID 29914228. S2CID 49305881.
  14. Vane-Wright, R.I. (1976). "A unified classification of mimetic resemblances". Biological Journal of the Linnean Society. 8: 25–56. doi:10.1111/j.1095-8312.1976.tb00240.x.
  15. Schuett, G.W.; Clark, D.L.; Kraus, F. (1984). "Feeding mimicry in the rattlesnake Sistrurus catenatus, with comments on the evolution of the rattle". Animal Behaviour. 32 (2): 625–626. doi:10.1016/s0003-3472(84)80301-2. S2CID 53177551.
  16. Welsh Jr., Hartwell H.; Lind, Amy J. (2000). "Evidence of Lingual-Luring by an Aquatic Snake". Journal of Herpetology. 34 (1): 67–74. doi:10.2307/1565240. JSTOR 565240. S2CID 14920116.
  17. Welsh, Hartwell H.; Wheeler, Clara A.; Lind, Amy J. (2010). "Spatial Ecology of the Oregon Gartersnake, Thamnophis atratus hydrophilus, in a Free-Flowing Stream Environment" (PDF). Copeia. 2010: 75–85. doi:10.1643/CE-08-106. S2CID 13781715.
  18. Jackson, R. R. (1995). "Eight-legged tricksters: Spiders that specialise at catching other spiders". BioScience. 42 (8): 590–98. doi:10.2307/1311924. JSTOR 1311924.
  19. Craig, C. L. (1995). "Webs of Deceit". Natural History. 104 (3): 32–35.