لاندې پېښې په ۲۰۱۷ ز کال کې په افغانستان کې د میاشتو په ترتیب رامنځته شوې دي.
- ولسمشر: حامد کرزی
- لومړی مرستیال: احمد ضیاء مسعود
- دویم مرستیال: کریم خلیلي
- قاضيالقضات: عبدالسلام عظیمي
- ۱۱ جنوري – د غره د خښم په عملیاتو کې، د ناټو ځواکونو په پکتیکا کې ۱۵۰ طالبان ووژل.[۱]
- ۳۱ جنوري – په انګلستان کې د ترهګرۍ توطیه خنثی شوه، په بېرمنګهم کې ۹ کسان د یوه مسلمان انګریز سرتیري د تښتولو او اعدام د فلم اخیستلو د پلانولو په تور ونیول شول. له دغې توطیې څخه موخه د هېواد پر لومړي وزیر، ټوني بلیر باندې فشار راوړل و تر څو له افغانستان او عراق څخه خپل سرتیري وباسي.
- ۱۴ فبروري – د امریکا متحده ایالاتو د ۱۷۳ مه هوايي لېوا بیا افغانستان ته ولېږله، تر څو د طالبانو له خوا د پسرلني بریدونو پر وړاندې چمتو واوسي.[۲]
- ۱۴ فبروري – د چین، هند او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په دهند په پلازمېنه نوي ډيلي کې سره ولیدل. د دغې کتنې موخه د ترهګرۍ، د نشه يي توکو د قاچاق او افغانستان په اړه خبرې اترې وی.[۳]
- ۱۶ فبروري – عبدالتواله ابن علي علیشتري په نیویارک ښار کې د ترهګرۍ د تمویل او له ترهګرۍ څخه د مادي ملاتړ او همداشان افغانستان ته د یوه روزنیر کمپ لپاره د پیسو د لېږد په تړاو تورن وپېژندل شو.[۴][۵][۶][۷]
- ۱ مارچ – پاکستاني چارواکو د طالبانو د وخت د حکومت د دفاع وزیر، ملا عبیدالله آخوند ونیو.[۸]
- ۴ مارچ – د افغانستان جګړه (له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۴ ز کال پورې)
- د طالبانو بغاوت: دوه بریتانوي سرتیري چې د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې یې دنده پر مخ وړه له طالبانو سره د هلمند په ولایت کې د یوې جګړې په مهال ووژل شول.[۹]
- وروسته له هغه چې یوه ځانمرګي بریدګر پر پوځي کاروان باندې برید وکړ، نو امریکايي ځواکونو هم ۱۹ ملکي وګړي ووژل او ۳۵ نور یې د جلال اباد به عمومي لویه لاره کې ټپیان کړل. د سیمې خلکو د بهرنیو ځواکونو د دې عمل پر وړاندې لاریونونه وکړل. [۱۰]
- ۳ اپریل – د اسیا د سیمه ییزو همکاریو د اتحادیې کلنۍ څوارلسمه غونډه (سارک) د هند په نوي ډیلي کې پیل شوه او افغانستان یې اتم غړی هېواد شو.[۱۱][۱۲][۱۳]
- ۸ اپریل – په افغانستان کې جګړه (له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۴ ز کال پورې)[۱۴]
- ۲ مې – وسله والو کسانو د مشرانو جرګې غړی او د هېواد پخوانی لومړی وزیر، عبدالصبور فرید وواژه.[۱۵]
- ۶ مې – اته افغان پولیس په فراه کې له طالبانو سره د جګړې په مهال ووژل شول؛ په دغه جګړه کې کم تر کمه ۱۷ طالبان مړه او ژوبل شول.[۱۶]
- ۱۲ مې – د ایسا (ISA) او د ځانګړو عملیاتو د ګډې قومندانۍ (JSOC) له خوا له تعقیب وروسته، د C سکاډران د سمندري خدماتو اپراتورانو چې د بریتانیا د سلطنتي هوايي ځواک شینوک چورلکو په مټ راوړل شوي وو، د طالبانو د ډلې یو قومندان، ملا دادالله یې په هلمند ولایت کې وواژه؛ نوموړی د برید پر مهال بهرامچې ته نږدې له خپلو ملګرو سره د لیدنې په حال کې و. په دغه برید کې د ځانګړو سمندري خدماتو ۴ غړي هم ټپیان شول.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
- ۴ جون – یوه پوځي قاضي په ګوانتانامو زندان کې د یوه کاناډايي بندي پر وړاندې د ترهګرۍ هغه تور رد کړ چې ګواکې په افغانستان کې یې د امریکا د پوځ یو سرتیری وژلی دی.
- ۱۰ جون – د افغانستان ولسمشر حامدکرزی له یوه برید نه ژوندی راووت.
- ۱۲ جون – افغان چارواکو ادعا وکړه چې د افغانستان د ملي پولیسو اوه سرتیري د ایتلافي ځواکونو په یوه اشتباهي حمله کې وژل شوي دي.[۲۱]
- ۲ جولای- د نوي زیلنډ د ځانګړو هوايي خدماتو یو پرکمشر بیل هنري «ویلي» اپیاټا په ۲۰۰۴ ز کال کې د افغانستان د جګړې په درشل کې د خپلې مېړانې له امله د ویکټوریا د صلیب مېډال تر لاسه کړ.[۲۲]
- ۴ جولای – د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د کاناډا شپږ سرتیري ووژل شول.[۲۳]
- ۷ جولای – افغان دولت اعلان وکړ چې په فراه او کنړ ولایتونو کې پر ملکي وګړو باندې د امریکا او ناټو د هوايي ځواک بمبارۍ به وڅېړي.[۲۴]
- ۴ اګسټ – د طالبانو لس جنګیالي او د پاکستان د پوځ څلور سرتیري د ډیورنډ کرښې ته نږدې په شمالي وزیرستان کې د یوې نښتې په ترڅ کې ووژل شول. په یوه بله پېښه کې، د پاکستان د خیبر پښتونخوا په پاړه چنار کې د یوه موټر بم د چاودنې له امله شپږ کسه ووژل شول.[۲۵]
- ۵ اګسټ – د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جورج ډبلیو بوش له خپل افغان سیال حامد کرزي سره په کېمټ ډیویډ کې وکتل تر څو د افغانستان د امنیت په اړه خبرې وکړي.[۲۶]
- ۷ اګسټ – طالبانو په روزګان ولایت کې پر فایربیز اناکونډا (Firebase Anaconda) باندې برید وکړ، خو د افغان او امریکايي ځواکونو له خوا ډپ شوه او په پایله کې ۲۰ طالب جنګیالي هم ووژل شول. [۲۷]
- ۲ سپټمبر – د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د سختو جګړو له امله ګڼ شمېر طالبان ووژل شول.[۲۸]
- ۲ سپټمبر – هغه ۱۹ کوریايي وګړي چې تښتول شوي و، ازاد او خپل هېواد ته ستانه شول.[۲۹]
- ۵ سپټمبر- ایتلافي ځواکونو د افغانستان او امریکا په مشرۍ هغه مهال ۲۰ طالبان ووژل چې دوو افغان پولیسو د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.[۳۰]
- ۹ سپټمبر- افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ډزو د غږونو له اوریدو وروسته اړ شو چې خپلې خبرې پرې کړي.[۳۱]
- ۲ اکټوبر – یوه ځانمرګي بریدګر په کابل کې د پولیسو د لېږدونکې یوه بس موټر څنګ ته ځان وچاودید، چې له امله یې ۱۱ کسه ووژل شول.[۳۲]
- ۶ اکټوبر – یوه ځانمرګي بریدګر په کابل کې د امریکايي ځواکونو پر کاروان برید وکړ چې له امله یې یو امریکايي سرتیری او پنځه ملکي وګړي ووژل شول.[۳۳][۳۴]
- ۷ اکټوبر – د ازبکستان جګړه مار طاهر یولداش تر مشرۍ لاندې د هغه ۱۶ جګړه ماران د افغانستان په ختیځ کې ووژل شول.[۳۵]
- ۶ نومبر – د دولتي چارواکو په حواله، د افغانستان په شمال کې د یوې چاودنې له امله ۳۵ تنه مړه او په لسګونو نور ټپیان شول.[۳۶]
- ۷ نومبر – د فرانسې ولسمشر نیکولا سرکوزي د امریکا او فرانسې تر منځ د ملګرتیا ژمنه او د افغان جګړې په اړه یو ځل بیا یووالی او د ایران د اټومي پروګرام په وړاندې د ګامونو اوچتول د امریکا په کانګریس کې د یوې ګډې وینا په ترڅ کې اعلان کړ.[۳۷][۳۸]
- ۵ ډسمبر- یوه ځانمرګي بریدګر چې خپل موټر یې له بمونو ډک کړی و د کابل په سویلي لویه لاره کې یې له هغه میني بس سره وجنګاوه چې افغان سرتیري یې لېږدول. د دې برید له امله د ۶ افغان سرتیرو په ګډون ۱۳ کسه ووژل شول.
- ۹ ډسبمر – طالب جګړه مارو له افغان ملي اردو او ایساف ځواکونو سره د جګړې په درشل کې په شا تګ وکړ، تر څو وکولای شي چې د موسی قلعه د ښار په دفاع کې نوی دریځ خپل کړي.[۳۹]
- ۳ مې – د مشرانو جرګې غړی او د پخوانی لومړی وزیر (۱۹۹۲) عبدالصبور فرید کوهستاني چې د ۵۴ یا ۵۵ کلونو په عمر و، د وسله والو کسانو په برید کې ووژل شو.
- ۱۲ مې – ملادادالله چې ۴۱ کاله عمر یې درلود او د طالبانو یو پوځي قومندان و، د وسله والو کسانو په برید کې ووژل شو.
- ۶ جون – د سولې راډیو مسؤله مدیره، ذکیه ذکي چې ۳۵ کاله عمر یې درلود د وسله والو کسانو په برید کې ووژل شوه.
- ۲۳ جولای – د افغانستان وروستی پاچا، محمد ظاهرشاه د ۹۲ کلونو په عمر مړ شو.
- ۶ نومبر- حاجي محمد عارف ظریف چې یو سیاستوال او سوداګر و په یوه چاودنه کې مړ شو.
- ۶ نومبر – ۴۵ کلن سید مصطفی کاظمي چې یو سیاستوال او د سوداګرۍ پخوانی وزیر و په یوه چاودنه کې مړ شو.
- ۳۰ ډسمبر – په ګوانتانامو کې بندي عبدالرزاق د سرطان ناروغۍ له امله په ۶۸ کلنۍ کې مړ شو.
- ↑ "Nato 'kills 150 Taleban fighters'". BBC. January 11, 2007. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "U.S. sending more troops to thwart Taliban offensive". CNN. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "'Big three' hold key Delhi talks". BBC. February 14, 2007. خوندي شوی له اصلي څخه په February 13, 2008. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "Businessman accused of trying to help fund terror training camps in Afghanistan". IHT. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "Afghan leader in key Rome talks". BBC. February 16, 2007. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "US troops killed in chopper crash". BBC. February 18, 2007. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "Cheney visit prompts protests". Sydney Morning Herald. February 22, 2007. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "Pakistan Arrests Senior Taleban Leader". Voice of America. خوندي شوی له the original on February 5, 2013. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "UK soldiers killed in Afghanistan". BBC. March 4, 2007. خوندي شوی له اصلي څخه په March 15, 2008. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "US troops kill Afghan civilians". BBC. March 4, 2007. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "South Asian leaders gather in New Delhi for summit". IHT. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "South Asia Summit Opens With Self-Criticism". VOA. خوندي شوی له the original on May 10, 2007. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "SAARC has a bright future through cooperation, says Li". The Hindu. Chennai, India. April 4, 2007. خوندي شوی له the original on May 9, 2007. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "Taleban kill Afghanistan reporter". BBC. April 8, 2007. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "Ex-Afghan prime minister killed". BBC. May 3, 2007. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "Eight Afghan police killed in Taliban clash". Reuters Alertnet. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ Neville, Leigh, Special Forces in the War on Terror (General Military), Osprey Publishing, 2015 ISBN 978-1472807908, p.241-242
- ↑ Leithead, Alastair (25 June 2007). "Long haul fight to defeat the Taliban". BBC News. بياځلي په 9 March 2010.
- ↑ "Bush Taps New 'War Czar'". ABC News. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "German soldiers killed in bombing in Afghanistan". Malaysian Star. خوندي شوی له the original on May 21, 2011. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "Afghans say 7 police killed in U.S.-led strike". Reuters. June 12, 2007. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "NZ SAS man awarded Victoria Cross". ABC News Australia. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "Six soldiers killed by massive roadside bomb". CTV. خوندي شوی له اصلي څخه په July 7, 2007. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "Afghans check reports of heavy civilian casualties". Reuters. July 7, 2007. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "'Troops killed' in Pakistan clash". BBC. August 4, 2007. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "Bush, Karzai Meet at Camp David". Voice of America. خوندي شوی له the original on December 17, 2007. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "Taliban stages brazen attack on U.S. base". CNN. بياځلي په March 2, 2008. [مړه لينکونه]
- ↑ "Scores of Taliban claimed dead in Kandahar battles". ABC News Australia. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "Apologetic South Korean hostages return home". Reuters. September 2, 2007. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "Afghanistan's Karzai urges Taliban talks after scare". Reuters. September 9, 2007. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "Canadian PM rules out Afghan deployment boost". ABC News Australia. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "Kabul hit by another suicide bomb". BBC. October 2, 2007. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "Kabul suicide bomb kills U.S. soldier". Reuters. October 6, 2007. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "Convoy bombed in Afghan capital". BBC. October 6, 2007. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "US Supreme Court Denies El-Masri Appeal on CIA Rendition". Deutsche Welle. خوندي شوی له اصلي څخه په March 14, 2008. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "Afghan suicide blast 'kills 40". BBC. نومبر 6, 2007. خوندي شوی له اصلي څخه په September 30, 2009. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "Bush, Sarkozy to Musharraf: Hold elections, step down from military". CNN. November 7, 2007. خوندي شوی له اصلي څخه په February 19, 2008. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "6 U.S. troops die in Afghan ambush". CNN. November 10, 2007. خوندي شوی له اصلي څخه په February 25, 2008. بياځلي په March 2, 2008.
- ↑ "Soldiers 'seize Taleban leaders'". BBC. December 9, 2007. بياځلي په March 2, 2008.